د وسله والو طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین وایي دوی ټولو خوشي شوو بندیانو ته لارښوونه کړې چې په کورونو پاتې شي او د جګړې ډګر ته ستانه نه شي.
نوموړي زیاته کړې، چې وسله وال طالبان نه غواړي، چې خوشي شوي بندیان د جنګ ډګر ته ولاړ شي.
تر دې مخکې یو شمېر سرچینو ویلي و، چې د جګړو له ډګره یې ځیني خوشي شوي طالبان نیولي دي.